نیمروز ګمرک کارکوونکو زیات شمېر قاچاقي توکي نیولي
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني کارکوونکو د دې ولایت د شرقي ځنځیر په سېمه کې یو ځل بیا (۴۲۶) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۴۸۰) کیلو ګرامه خوراکي رُب او (۲۴) کیلو ګرامه پاکستاني درمل کشف او نیولي دي.
یاد نیول سوي توکي د نورو اجراآتو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل سوي دي
