مالیې وزارت د اداري معینیت اداري ناسته ترسره سوه

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۰:۲۰

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ اداري ناسته د یو شمیر رئیسانو او مسؤلینو په ګډون، د مالیې وزارت په خیبر صالون کي ترسره سوه.
په پيل کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چي د وزارت اړوند د ټولو ریاستونو د اداري مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو په موخه مو ګډه اداري ناسته جوړه کړې ده، تر څو د چارو د ښه پرمختګ لپاره ستونزي رابرسیره کړو او په ګډه ورته د حل غوره لاري چارې وړاندي کړو.
ورپسې په نوبت سره د مالیې وزارت د مالیې او اداري لوي ریاست، د دولتي شرکتونو لوي ریاست، د بیمو لوي ریاست، د دولتي املاکو لوي ریاست، د تدارکاتو ریاست او د بشري سرچینو ریاست رئیسانو د یادو ریاستونو یو کلنۍ لاسته راوړني او شته ستونزي شریکي کړې، چي د هر ریاست پر موجودو ستونزو جلا بحثونه وسول؛ د کارپوهانو او ګډونوالو نظرونه واورېدل سول او د ستونزو د حل په موخه لازمي حل لاري وړاندي سوې.
په پای کي د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد ټینګار وکړ، تر څو د ریاستونو د ستونزو د حل په موخه دي عملی کړني ترسره سي او یادونه یې وکړه، چي د اداري معنیت د ناستو لړۍ به په منظم ډول دوام ومومي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۲
Background image

د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیي وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بدخشان مستوفیت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو ترعنوان لاندې روزنیز پروګرام پيل شو.
پ. . .

BACK TO NEWS