د مالیې وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۹:۲۷
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ، د پکتیکا ولایت د ګمرک او مستوفیت د فعالیتونو ارزونې په موخه چې د عوایدو ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او د ګمرکونو عمومي رئیسې امنې احمدي یې ملتیا کوله دې ولایت ته سفر وکړ.

د مالیې وزارت سرپرست، په دې سفر کې لومړی د پکتیکا له والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني، سره ولیدل چې ورسره قومي مشرانو او مخورو، ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو هم خپلې ستونزې د مالیې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې. ښاغلي پاینده د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د مالي امکاناتو او هیواد نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي او ترڅنګ یې له دوی سره د ملي عوایدو په لوړېدو، مالیې وزارت په راتلونکو پلانونو او لاسته راوړنو، خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو په برابرولو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

وروسته بیا د مالیې وزارت سرپرست ا

خبر

وروسته بیا د مالیې وزارت سرپرست او مل پلاوي د برمل ولسوالۍ انګور اډې سیمې ته چې له صفري کرښې سره نږدې پرته ده سفر وکړ، هلته یې هیواد ته تلونکي او راتلونکې قاچاقي لارې و ارزولې او د مخنیوي په لارو چارو یې مسؤلینو ته هدایت ورکړ. همدا شان نوموړي د دې ولایت د ګمرک او مستوفیت د کاري بهیر ارزونه وکړه، د کارکووکو ستونزې یې واورېدې او د دوی د وړتیا لوړولو ژمنه یې ورسره وکړه.

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت سرپرست د ولایتونو د ګمرکونو او مستوفیتونو د وضعیت ارزولو په موخه سفرونه کوي، څو د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو ستونزې له نږدې واوري او په حل لارو یې غور وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۷
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، په مشرۍ د دې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۳۰
Background image

د سارک غړو هیوادونو د مالیي وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه نن په آنلاین ډول ترسره شوه

د سارک سازمان د غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه د آسیا د پراختیایي بانک د ۵۴ مې کلنۍ غونډې په حاشیه کې په آنلاین

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۸:۱۴
Background image

د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري او د اریانا افغان هوایي شرکت مدیره پلاوي رئیس د دې شرکت د مشرتابه (له عامل پلاوي) سره ولیدل

په دې لیدنه کې د شرکت د عامل او مدیره پلاوي ترمنځ د همغږۍ ښه کېدو، د چارو ښه مدیریت او ګډو هڅو، په بېلا بېلو مالي، سوداګریزو او عملیاتي

BACK TO NEWS