د مالیې وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
Sun, Apr 11 2021 9:27 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ، د پکتیکا ولایت د ګمرک او مستوفیت د فعالیتونو ارزونې په موخه چې د عوایدو ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او د ګمرکونو عمومي رئیسې امنې احمدي یې ملتیا کوله دې ولایت ته سفر وکړ.

د مالیې وزارت سرپرست، په دې سفر کې لومړی د پکتیکا له والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني، سره ولیدل چې ورسره قومي مشرانو او مخورو، ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو هم خپلې ستونزې د مالیې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې. ښاغلي پاینده د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د مالي امکاناتو او هیواد نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي او ترڅنګ یې له دوی سره د ملي عوایدو په لوړېدو، مالیې وزارت په راتلونکو پلانونو او لاسته راوړنو، خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو په برابرولو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

وروسته بیا د مالیې وزارت سرپرست ا

خبر

وروسته بیا د مالیې وزارت سرپرست او مل پلاوي د برمل ولسوالۍ انګور اډې سیمې ته چې له صفري کرښې سره نږدې پرته ده سفر وکړ، هلته یې هیواد ته تلونکي او راتلونکې قاچاقي لارې و ارزولې او د مخنیوي په لارو چارو یې مسؤلینو ته هدایت ورکړ. همدا شان نوموړي د دې ولایت د ګمرک او مستوفیت د کاري بهیر ارزونه وکړه، د کارکووکو ستونزې یې واورېدې او د دوی د وړتیا لوړولو ژمنه یې ورسره وکړه.

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت سرپرست د ولایتونو د ګمرکونو او مستوفیتونو د وضعیت ارزولو په موخه سفرونه کوي، څو د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو ستونزې له نږدې واوري او په حل لارو یې غور وکړي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS