د مالي جرایمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ غونډي ته د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وینا

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۵

ِیَبْلُوَكُمْ أَیُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا و الصلاة والسلام على  قاعدین المجاهدین و سیدین المرسلین محمد ن المصطفی محمد  صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ واله وصاحبه وَسَلَّم

فقد قال الله تبارک و تعالی فی القران المجید و الفرقان الحمید ، فااعوذ باالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم :

یا أَيُّهَا اَلَّذِينَ آمَنُوا اِتَّقُوا اَللّٰهَ وَ كُونُوا مَعَ اَلصّٰادِقِينَ و صدق الله العظیم

د هر څه نه مخکي ټولو مشرانو ، ملي تجارانو ، لیدونکو، اورېدونکو ته تحفه نبوي، چي عبارت ده له السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته څخه وړاندي کوم ـ و بعد خوښ یم الله الحمد چي په داسي مجلس کي ګډون او خبري کوم چي هغو ملي تجارانو چي د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته ئې شفاف، صادقانه او مخلصانه تجارت کړی، د مالیې وزارت له لوري د دوی ستاینه کیږي.

محترمو حضارو!

 دګمرکاتو عمومي ریاست په استازیتوب د ټولو هغو تجارانو څخه چي مخلصانه، صادقانه يې محصول ورکړی، په شفاف طریقه باندي وصول تطبیق کړی، ملي عوایدو کي ئې زیاته ونډه اخستې، په هیواد کي د توکو دکمښت مخنیوی یې کړی، زیات صادرات او وردات یي کړي، د مجلس یوه برخه د دوی پیژندنه ده، د دوی نه مننه کوو په اينده کي ترې هم غواړو او د نورو تجارانو څخه هم غواړو د دوی په څیر په شفافیت، صداقت او مخلصانه توګه باندي محصول ورکړي.

محترمو موږ په ګمرکاتو کي لله الحمد زیات سهولتونه ایجاد کړي، فساد مو لمنځه وړی لله الحمد د امارت اسلامي تر حاکمیت نه وروسته هر څوک چي د ملت او د نظام په منځ کي فاصله راولي دا مو د صف څخه ایستلي او پر ځای مو صادق مخلص او امین کسان مقرر کړي او موږ په ګمرکاتو کي لله الحمد  د سهولت لپاره کاري وخت زیات کړی، چي د تجارانو صادرات او واردات په ښه طریقه باندي وسي، ۵۰۰ پروسونل مو زیات کړی، کاري وخت ۲۴ ساعته هم لرو، ۱۲ ساعته هم لرو، ۱۶ساعته هم لرو، حتی که د هیواد په غټو ګمرکاتو کي ملي تجاران وغواړي، چي ګمرکات ۲۴ساعته سي موږ حاضر یو چي له نن څخه ټول غټ ګمرکات ۲۴ساعته کړو، موږ په ګمرکاتو کي د قیمت ګذارۍ په بخش کي چي د بعضو اجناسو لپاره د تخلف او د خیانت په هدف مختلف کوډونه ایجاد سوي وو، دا مو ټول له منځه وړي یو کوډ مو ورته جوړ کړی، چي د تجارانو لپاره زیات سهولت رامنځته سوی، موږ د ترانزیټ په بخش کي زیات سهولتونه ایجاد کړي کومه موده چي مبداء او مقصد ګمرکونو په منځ کي ټاکل سوې وه، هغه موده مو له ۵ ورځو څخه ۱۰ ورځو ته زیاته کړه که دا مشکل نه وي حل سوی نور هم دا موده د مشرتابه د هدایت په اساس زیاتوالی سو.

محترمو  د مجلس یو برخه د جرایمو معافیت موضوع ده.

د محترم عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر حضرت مولانا هیبت الله اخنذاده صاحب له طرفه څخه چي جرايم معاف سوي دي، موږ د امارت اسلامي له حاکمیت څخه وروسته په ګمرکاتو کي چي کومي جریمې اخیستي دا مو په مستوفیتونو کي په امانت اکونټ کي ایښي دي، ټولي امانت پرتې دي، ټول هیوادوال چي له دوی نه جریمې اخیستل سوي دي د اصولو مطابق دي خپلې جریمې واخلي.

نور ستاسو وخت نه نیسو.

وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

السلام علیکم ورحمت الله

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .