د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۱) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده
د چنګاښ ۹مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدنې مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه شويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۵) کال جوزا (غبرګولي)میاشتې په اوږدو کې ټول (۱۵) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې جملې (۱۱) شکایتونه د وټس اپ له لارې، (۲) شکایتونه په حضوري بڼه او (۲) شکایتونه د ټیلیفون له لارې له دغه آمریت سره شریک شوي دي، چې یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کې ول او د دغه آمریت له لوري یې (۱۱) شکایتونو ته رسېدنه شوې، (۲) شکایتونه تر کار لاندې دي او (۲) شکایتونه لااجراء پاتې دي.
د یادونې وړ ده، چې ټول هیوادوال کولای شي، چې د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارنې په برخه کې د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چې د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفافه توګه او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: Officialcomplaints@mof.gov.af
