د کابل ولایت خصوصي روغتونونو د مالي برخي کارکوونکو ته د (E-filing) سیمینار جوړ شو
د چنګاښ۳مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو د مالي برخې کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې د ابتدایي سنجونې، بررسۍ او د ( E-Filing) سیسټم د اغېزمنې کارونې په موخه یو ورځنی عملي سیمینار جوړ شو.
په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د ابتدایي سنجونې، د (E-Filing) سیسټم له لارې د مالیاتي اظهارنامو د ډکولو، د کلني بیلانس چمتو کولو، د مالیاتو د تحصیل پروسو او بررسۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. همدارنګه د ګډونوالو د لا زیات پوهاوي په موخه د اظهارنامو د ډکولو طریقه په عملي ډول ور وښودل شوه.
د یادونې ده، چې د مالیې وزارت له لوري به د مالیه ورکوونکو د پوهاوي او ظرفیت لوړولو په موخه دې ته ورته روزنیز پروګرامونه دوام ولري؛ څو مالیه ورکوونکي له خپلو مالیاتي مکلفیتونو، مسئولیتونو او د مالیې د تصفیې له پروسو څخه خبر او پرته له ستونزو خپل مالیات تصفیه کړي.
