په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

syllab_admin
Wed, Jan 28 2026 2:42 PM
.............

د سلواغې ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۹۹۹۸) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۸۱۷۵) کیلو ګرامه وریجي، (۵۳۶۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۱۶۷۹۹) کیلو ګرامه درمل، (۲۹۴۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۳۱۰) کیلو ګرامه ملایي، (۲۱۶۶) کیلو ګرامه پټوګان، (۱۷۰۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۸۰۰) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۲۱۱۰) کیلو ګرامه رخت، (۱۴۳۴) کیلو ګرامه ګوړه، (۹۱۲) کیلو ګرامه لېمو، (۶۴۰) کیلو ګرامه سبزي، (۴۷۸) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۹۶۰) کیلو ګرامه پیاز، (۶۳۰) کیلو ګرامه خامک تار، (۵۲۰) کیلو ګرامه ککاو، (۵۸۸) کیلو ګرامه د شیدو خام مواد، (۲۱۲) کیلو ګرامه تار، (۳۷۶) کیلو ګرامه د چلم مواد، (۲۸۸) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۲۱۰) کیلو ګرامه پلاسټیکي کڅوړي، (۲۴۰) کیلو ګرامه تشي بوجۍ، (۱۸۰) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۳۶۰) کیلو ګرامه د چلم ښیښې او نور مواد، (۲۷۰) کیلو ګرامه د سر خولۍ، (۱۷۵) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۲۶۶) کیلو ګرامه یوناني درمل او (۱۰۰) کیلو ګرامه د ماشومانو پمپر شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS