د مالیې وزیر د سوداګرۍ او پانګوني خوني له مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو سره وکتل

syllab_admin
Sun, Nov 16 2025 2:33 PM
..............

د لړم۲۵مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مدیره پلاوي له غړي خان جان الکوزي او هیواد ته د درملو را واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کي د پاکستان پر ځای پر بدیلو سوداګریزو لارو، له بدیلو لارو څخه د راواردېدونکو درملو له پاره په ګمرکي اسانتیاوو او د سوداګرو پر احتمالي ستونزو خبري وسوې.
د هیواد د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسئولینو او د درملو را واردوونکو سوداګرو، په ګمرکونو کي رامنځته سوي اسانتیاوي وستایلې او له بدیلو لارو څخه د سوداګریزو اموالو د پړاوونو ترسره کولو په برخه کي ئې د لا ډېرو اسانتیاوو او همکاریو غوښتنه وکړه.
د مالیې وزیر د هیواد د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسئولینو او د درملو راواردوونکو سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چي د تل په څېر به د دوی ملاتړ کوي او په اړوندو برخو کي به اسانتیاوي نوري هم زیاتي کړي او احتمالي ستونزي به ئې پر وخت ور حل کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS