د نیمروز مستوفیت او د بلخ ولایت د ګمرک کارکوونکو ته د «مسلکي کولو» روزنیز پروګرامونه پیل سول!

org_admin
Mon, Apr 28 2025 3:22 PM
.............


د غویي ۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت  د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کلني تدریسي ‌پلان پر اساس د نیمروز مستوفیت (۳۴) تنو کارکوونکو او د بلخ ولایت د ګمرک (۴۵) تنو کارکوونکو ته د «مسلکي کولو» تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرامونه پیل سول.
د نیمروز ولایت مستوفیت کارکوونکو ته به په (۲۲) ورځني روزنیز پروګرام کي د یادي اکاډمۍ د مسلکي ښوونکو له لوري مالیاتي قوانین، مالیاتي طرزالعملونه، مالیاتي فرامین، اظهارلیکونه، مالیاتي محاسبې او مالیاتي سیسټمونه تدریس او تشرېح سي.
بل اړخ ته به د بلخ ولایت ګمرک کارکوونکو ته په یو میاشتني روزنیز پروګرام کي د ګمرک اړوند موضوعات، د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه د ګمرکي قوانینو تشرېح، ګمرکي کړنلاري، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې، د کورني او بهرني ټرانزیټ کړنلارو تشرېح، د(TIR)  نړیوال ټرانسپورټ د کړنلارو تشرېح او د نړیوال خونديتوب پروګرام په برخو کي روزنه ورکړل سي.
د یادوني ده، چي د دغو پروګرامونو په ترسره کولو سره به د اړوندو کارکوونکو مسلکي وړتیاوي لوړي، سته ستونزي به حل او د چارو لا ښه پرمختګ ته به زمینه برابره سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS