د دعوت او ارشار ریاست مسئولینو یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
Sun, Mar 16 2025 10:47 AM
.................


د کب ۲۶مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مولوي عبدالهادي سیف الخالد په مشرۍ مل پلاوي، د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په دوام، دا ځل؛ ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته سفر وکړ.
د دغه سفر په لړ کي ښاغلي سیف الخالد او مل پلاوي ئې د یادو ولایتونو له والیانو سره د لیدني سربېره د ګمرک او مستوفیتونو له مسئولینو او د ننګرهار ولایت د امربالمعروف له رئیس سره هم په جلا توګه لیده کاته کړي دي.
د دغو لیدنو موخه د مالیې وزارت اړوندو کارکوونکو ته په غوره ډول د سپارل سويو مسؤلیتونو د ترسره کولو، پر ټاکلي وخت دندو ته د خاضرېدلو، په چارو کي د پوره اخلاص او له مراجعینو سره د نیک چلند کولو په اړه لازمي سپارښتني شریکول او په ټوله کي د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمانونو پلي کول وو، چي دغه سفر له ځان سره ګڼي لاسته راوړني هم لرلي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست تل هڅه کړې، چي د دغه وزارت اړوند کارکوونکي په اسلامي شریعت او ټولو اړینو اداري اصولو برابرو چارو او له مراجعینو سره نیک چلند ته وهڅوي.

Latest news

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

Sun, Mar 16 2025 11:09 AM
Background image

General Directorate of Customs Inaugurates Project of Building 4 Hangars Worth Over 71 mln Afs at Abu Nasr Farahi Customs as MoF Allocates Budget!

The General Directorate of Customs inaugurated the project to build four hangars worth 71.8 million Afs at Abu Nasr Farahi Customs in Farah province, western Afghanistan.
The opening. . .

BACK TO NEWS