تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یو ځل بیا قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Sat, Jan 11 2025 2:28 PM
.............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یو ځل بیا په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.

په نیول سویو توکو کي (۲۶۱۲۵) کیلو ګرامه ګوړه، (۴۷۳۲) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۹۷۳۰) کیلو ګرامه مالګه، (۲۷۹۶) کیلو ګرامه درمل، (۱۱۹۵۲) کیلو ګرامه کینو، (۵۱۲) کیلو ګرامه یووار مصرف لوښي او (۴۲۰) کیلو ګرامه خورما شامله ده.

نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته ور پېژندل سوي.

د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS