د ډنډ پټان په ګمرک کي د (۳۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د هنګرونو د جوړېدو چاري رواني دي!

org_admin
Tue, Jan 07 2025 1:41 PM
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ګمرک کي د شاوخوا (۳۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو بابو هنګرونو د جوړېدو چاري پیل کړي دي، چي تر دې مهاله د یادي پروژې چاري (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي او پاتي چاري به ئې هم ډېري ژر بشپړي سي.
د یادو هنګرونو د جوړولو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د یوه افغاني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، چي په جوړېدو سره به ئې د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کي سوداګرو ته زیاتي اسانتیاوي برابري سي.
همداراز په یاد ګمرک کي د موټرونو د تمځای او احاطې دېوال د جوړېدو چاري هم په چټکۍ سره رواني دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کي یو شمېر پراختیایي پروژې پلي سوي دي او ځینې ئې د پلي کېدو په حال کي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS