د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کي لنډمهاله بندر جوړېږي!

org_admin
Tue, Dec 03 2024 12:08 PM
..........

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د کانونو او پيټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رئیس مراد امانوف او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره وکتل.
په دې کتنه کي دواړو لوریو د ټاپي پروژې له پاره د افغانستان خاوري ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ په لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کي د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبري وکړې.
افغان پلاوي له خپل لوري څخه د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړ او په سرحدي سیمه کي د کارکوونکو د تګ او راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان هیواد وړاندیزونه ئې د تائید وړ وبلل، چي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یادداښت له تبادله کولو وروسته به عملي سي.
د ترکمنستان هیواد پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Jul 31 2025 2:00 PM
Background image

*MoF Inks Over 366 mln Afs Contract for Building Park in Bagh-e- Bala as AOP Attends Meeting*

 

MoF and Habibullah Zazai Corporation signed a contract to build a park in Bagh-e- Bala area.

The meeting held in this regard was attended by the Deputy Minister of Finance for. . .

Thu, Jul 31 2025 1:58 PM
Background image

*Maulawi Ahmad to PM: “Customs Revenues Increase Gradually with Complete Transparency”*

 

The Directors of Customs met with the Prime Minister of IEA, Alhaj Mullah Mohammad Hasan Akhund, in the presence of the Minister of Finance, Alhaj Mullah Mohammad Naser Akhund, and. . .

BACK TO NEWS