تېره اوونۍ د هیواد له ګمرکونو څخه (۶۰) ټانکره بې کیفیته تېل مسترد سوي دي!

org_admin
Sun, Nov 24 2024 11:09 AM
..........

د مالیې وزارت د نفتي موادو د کیفیت او څارني ریاست، چي د ټاکل سویو معیارونو له مخي هیواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي، تېره اوونۍ ئې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي او د هرات ولایت د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه (۶۰) ټانکره واردېدونکي بې کیفته تېل بیرته ګرځولي دي.
د مسترد سويو بې کیفته تېلو څخه یوازي (۴۱) ټانکره ئې د سها صفا پيټرولیم شرکت له لوري را واردېدل، چي له تثبیت وروسته د تورغونډۍ له ګمرک څخه بیرته وګرځول سول.
د مالیې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل سويو معتبرو معیارونو له مخي، هیواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو واردولو ته زمینه برابروي او د بې کیفته نفتي توکو له واردولو څخه په کلکه مخنیوی کوي.

Latest news

Thu, Jul 31 2025 2:00 PM
Background image

*MoF Inks Over 366 mln Afs Contract for Building Park in Bagh-e- Bala as AOP Attends Meeting*

 

MoF and Habibullah Zazai Corporation signed a contract to build a park in Bagh-e- Bala area.

The meeting held in this regard was attended by the Deputy Minister of Finance for. . .

Thu, Jul 31 2025 1:58 PM
Background image

*Maulawi Ahmad to PM: “Customs Revenues Increase Gradually with Complete Transparency”*

 

The Directors of Customs met with the Prime Minister of IEA, Alhaj Mullah Mohammad Hasan Akhund, in the presence of the Minister of Finance, Alhaj Mullah Mohammad Naser Akhund, and. . .

BACK TO NEWS