د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د هیواد د (۳۴) ولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره انلاین ناسته وکړه!

syllab_admin
Sun, Jun 02 2024 1:29 PM
..........

 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د هیواد د (۳۴) ولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي انلاین ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس مولوي عبدالمجید نجیب الله، د عوایدو لوی ریاست یو شمېر آمرینو او د هیواد د (۳۴) ولایتونو د مستوفیتونو مستوفي صاحبانو ګډون درلود.
 د ناستي په پیل کي د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني وینا وکړه او په خپلو خبرو کي ئې د مستوفیتونو او عوایدو لوی ریاست ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، چي خپلو مسؤلیتونو ته لاښه متوجه سو؛ ترڅو ملي بودیجه لا غښتلې سي او خپل مقصوده هدف، چي د ولس خدمت دئ تر لاسه کړو  .
په ورته وخت کي د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري د اصنافو ( دوکاندارانو او کسبکارانو) ثابتي مالیې د معافیت او تخفیف د تطبیق په اړه هم بحث وسو او یادونه و سوه، چي څنګه کولای سو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان ښه  تطبیق کړو.
په پای کي غونډه د مستوفیتونو د مسؤلینو د نظرونو په وړاندي کولو او اختتامیې دوعا په کولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS