د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دیني زده ‌کړو د ازمویني پایلي اعلان سوې!

syllab_admin
Thu, May 23 2024 9:52 AM
...........

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د دیني زده ‌کړو د ازمویني پایلي اعلان کړې.
په دې مراسمو کي د ماليې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د ماليې وزارت د دفتر لوی رئیس مولوي عبيدالله ابو احمد، د ازموینو ملي ادارې لوی رئیس شيخ عبدالباقي حقاني، د دعوت او ارشاد لوی رئیس مولوي شريف الله حقاني، د ماليې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس عبدالهادي سیف الخالد او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ماليې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په خپلو خبرو کي د دعوت او ارشاد رياست کارونه د ستايني وړ وبلل او زياته ئې کړه، چي د دغه رياست دنده په نېکيو امر کول او له منکراتو منع کول دي، په دې مانا، چي تاسي غوره او نېکو کارونو ته هڅوي او له بدو او ناوړه کارونو څخه مو منعه کوي او ستاسي له پاره د هغو اعمالو سپارښتنه کوي، چي ستاسي په ګټه دي.
د دعوت او ارشاد لوی رئيس مولوي شريف الله حقاني وويل، چي په دولتي ادارو کي د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه ډېر پوه او تجربه لرونکي کارکوونکي سته، چي خپلي چاري په ښه توګه پرمخ وړي؛ خو يو شمېر ئې له عقیدتي پلوه له ستونزو سره مخ دي. په همدې موخه په افغانستان کي د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو وروسته د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ د دعوت او ارشاد په نوم هر وزارت کي یو خپلواک ریاست رامنځته سو؛ ترڅو د دنيوي زده ‌کړو تر څنګ له اسلامي علومو او فرهنګ څخه هم برخمن سئ او د ټولني د اصلاح او د دې اسلامي نظام په پياوړتيا کي مرسته وکړئ.
د ازموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني وویل، چي په نړۍ کي هیڅ داسي نظام نسته، چي ټول خلک ورڅخه راضي وي؛ خو په افغانستان کي حاکم نظام هغه نظام دئ، چي ټول خلک ورڅخه راضي دي. افغانیت او اسلامیت د دوی د هغو ارزښتونو له ‌ډلي څخه دي، چي دوی ئې سره متحد کړي او د انسانیت او امت یووالی ئې رامنځته کړی دئ. موږ د یوه خپلواک هیواد په توګه حق لرو، چي په خپله خوښه ژوند وکړو، په خپلو عقایدو او دیني قوانینو باندي په کلکه عمل وکړو. د دې نظام د یوه استازي په توګه د دعوت او ارشاد ریاست دنده لري، چي د هغه څه سپارښتنه درته وکړي، چي ستاسي په ګټه وي او له هغو کارونو څخه مو منعه کړي، چي ستاسي په زیان دي. نو دوی ته غوږ ونیسئ او عمل پرې وکړئ.
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د ټولو ګډونوالو له راتګ او د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د کارونو د ښه پرمخ وړلو له امله مننه وکړه او د مالیې وزارت له ټولو کارکوونکو څخه د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست سره د لا همکاریو غوښتونکی سو.
په پای کي د ازموینو پایلې اعلان او یو شمېر هغو کسانو ته، چي لوړي نمرې ئې ترلاسه کړي وې ستاینلیکونه ورکړل سول.
مراسم د خیر په دعايې پای ته ورسېدل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS