په تېر ۱۴۰۲مالي کال کي د هیواد د سترو ګمرکونو چارو (۸،۲) سلنه پرمختګ کړی دئ!

syllab_admin
Sat, Apr 06 2024 3:30 PM
................

 

په (۱۴۰۲) مالي کال کي د هیواد د ګمرکونو د تخنیکي ارزوني ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.

په دې ناسته کي چي، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د استخباراتو لوی ریاست د (۰۲) ریاست رئیس مولوي احمد الله زاهد، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په اړوندو چارو کي ئې د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو او کارکوونکو له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه.

له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په (۱۴۰۲) مالي کال کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په دې موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي په دې راپور په (۱۴۰۲) مالي کال کي د هیواد د سترو ګمرکونو چاري د (۱۴۰۱) مالي کال په پرتله (۸،۲) سلنه مثبتي وښودل سوې.

د ګمرکونو او عوایدو معین هم د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو او کارکوونکو هڅي وستایلې او د تر سره سوو فعالیتونو څخه ئې مننه وکړه.

د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ئې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو.

د غونډي په پای کي په (۱۴۰۲) مالي کال کي د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تر سره سوو کړنو او فعالیتونو لنډ راپور هم له ګډونوالو سره شریک سو او په روان (۱۴۰۳) مالي کال کي د چارو د لا پرمختګ په موخه د یو لړ شته ستونزو پر حلولو او د ترتیب سوي پلان پر ښه عملي کولو هم، خبري او بحثونه وسول.

Latest news

Thu, Jul 31 2025 2:00 PM
Background image

*MoF Inks Over 366 mln Afs Contract for Building Park in Bagh-e- Bala as AOP Attends Meeting*

 

MoF and Habibullah Zazai Corporation signed a contract to build a park in Bagh-e- Bala area.

The meeting held in this regard was attended by the Deputy Minister of Finance for. . .

Thu, Jul 31 2025 1:58 PM
Background image

*Maulawi Ahmad to PM: “Customs Revenues Increase Gradually with Complete Transparency”*

 

The Directors of Customs met with the Prime Minister of IEA, Alhaj Mullah Mohammad Hasan Akhund, in the presence of the Minister of Finance, Alhaj Mullah Mohammad Naser Akhund, and. . .

BACK TO NEWS