د مالیې په وزارت کي د مراجعینو ۴۰۱۰ بېلا بېلو مسایلو ته رسېدنه سوې ده!

د مالیې وزارت د هیواد یو له مهمو وزارتونو څخه شمېرل کېږي او په ملي کچه مهمي مالي چاري ترسره کوي، چي په ورځني ډول ورته زرګونه هیوادوال د اړوندو ستونزو د حل په موخه مراجعه کوي.
د مقام پذیرش (د مراجعینو د منلو لوی مدیریت) چي د وزارت له رهبرۍ سره د ليدنو د برابرولو او عریضو د ثبت او حکم اخیستلو په برخه کي کار کوي؛ په روان (۱۴۰۲) مالي کال کي ئې د مقام اړوند مراجعینو (۴۵۰۰) عریضې ترلاسه کړي، چي له دې شمېر څخه ئې (۴۰۱۰) بېلا بېل مهم مسایل د وزارت له درانه مقام سره شریک کړي او د حکم له اخیستلو وروسته ئې اړوندو برخو ته د نورو اجراآتو په موخه سپارلي دي.
د هیوادوالو څخه په ترلاسه سوو عریضو کي، د ملکیتونو د قراردادونو، کرایو، د تأمیناتو او تضمیناتو د ترلاسه کولو، د مالیې د بیا کتني، د مالیاتو د قسط، د دوکانونو د کرایو کمولو او اړوندي نوري برخي شاملي دي، چي له ثبث، دقیقي ارزوني او احکامولو وروسته د وزارت اړوندو ریاستونو ته د وروستیو اجراآتو په موخه سپارل سوي دي.
سر بېره پر دې، د دغه مدیریت د (۱۱) فعاله غورفو د کارکوونکو په لارښوونه، هره ورځ زرګونه مراجعین خپل موضوعات د وزارت له اړوندو ریاستونو سره شریکوي.