د یو شمېر ولایتونو په ځینو سیمو کي قاچاقي توکي نیول سوي!

د کندهار، هرات او نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي.
په دې نیول سوو توکو کي (۳۵۵۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۷۸۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۱۲) کارټنه نشه یي ممنوعه درمل او (۳۷۰۰) کیلو ګرامه ټوکر شامل دئ، چي قاچاقچیانو غوښتل په قاچاقي ډول ئې هیواد ته راوړي.
نیول سوي توکي د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.