د مالیه ورکونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست په روان مالي کال کي ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه کړي!

admin_mof
Wed, Jan 24 2024 3:43 PM
................



د مالیې وزارت له مسؤلیتونو څخه یو هم په اصولي بڼه د مالیې راټولول دي؛ تر څو د مالیه ورکونکو حقوق هم په بشپړ ډول په نظر کي ونیول سي او د هغوی د نا خوښۍ سبب ونه ګرځي.
پر همدې بنسټ، د مالیه ورکوونکو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی شکایتونو ته د رسېدني په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت په چوکاټ کي د مالیه ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو ریاست شتون لري، چي هر وخت کوم مالیه ورکوونکی د خپلي مالیې له ورکړي څخه خوښ نه وي؛ نو په ډاډه زړه (اصناف د معینیت مقام ته د عریضي له لاري) او د شرکتونو مسؤلین (د دغه ریاست د ځانګړي فورم په ډکولو سره) خپل شکایتونه له دې ریاست سره شریکوي او یاد ریاست شریک سوو شکایتونو ته، د خپل تخنیکي او مسلکي ټیم په وسیله په ټاکلي وخت کي رسېدنه کوي او د مالیه ورکونکي له حق څخه په بشپړ ډول دفاع کوي.
د شکایتونو د اورېدلو ریاست له رامنځته کېدلو څخه وروسته ډېر شمېر شکایتونو ته رسېدنه کړې ده، چي په روان (۱۴۰۲) مالي کال کي دغه ریاست ته (۸۰۰) مالیه ورکوونکو خپل شکایتونه سپارلي، چي له دې شمېر شکایتونو څخه (۶۰۰) شکایتونو ته رسېدنه سوې او پاته نور هم تر څېړنو لاندي دي.
یاد ریاست یوه مسلکي کاري کمېټه لري، چي شکایتونو ته د رسېدني او عملي څېړنو په موخه سیمي ته ځي او د شکایت اړوند ټول ابعاد په دقیق ډول څېړي؛ ترڅو د مالیه ورکوونکو بشپړ رضایت ترلاسه کړي.
د یادوني وړ ده، چي اوسمهال هر هغه مالیه ورکوونکی، چي د تثبیت سوي مالیې څخه رضایت ونه لري؛ نو په ډاډه زړه کولای سي، چي د مالیه ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو ریاست سره خپل شکایت شریک کړي؛ ترڅو په ټاکلې موده کي د یاد ریاست د مسلکي ټیم له لوري په سمه توګه رسېدنه ورته وسي.

.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS