مرکزي سېلو د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه له یو شمېر ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي!

admin_mof
Thu, Jan 18 2024 2:37 PM
..................

د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه له یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته له بشپړ فلج حالت څخه فعال حالت ته راوګرځېد او په فعالیت ئې پیل وکړ؛ د روان (۱۴۰۲) مالي کال له پیل راهیسي ئې د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه د (۰۰۰ ،۵۹۵ ،۴۴) افغانیو په ارزښت د (۱۴) بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي، چي ورسره د یاد شرکت په عوایدو کي هم زیاتوالی راغلی دئ.
مرکزي سېلو اوسمهال په اول او دوهم نمبر فابریکو کي (۱۴) پایې د ډوډۍ پخولو فعال داښونه(داشونه) لري، همدا راز یوه پایه داښ د هرات او یو هم د کندهار په سېلو کي فعال دئ.
د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت اوسمهال په ورځني ډول د یو ټن په اندازه، په بېلابېل ډول وچه ډوډۍ، کیک، کلچې او ناشتې تولیدوي او په (۲۴) ساعتونو کي د (۴۵) ټنو اوړو د تولید ظرفیت لري.
د یادوني وړ ده، چي په یاده سېلو کي (۲۰۰) کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه هم برابره سوې ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS