د دعوت او ارشاد ریاست سره د مالیې وزارت د کارکوونکو د همکارۍ په موخه ناسته ترسره سوه

admin_mof
Thu, Jul 20 2023 8:56 AM
خبر

 دعوت او ارشاد ریاست سره د مالیې وزارت د کارکوونکو د همکارۍ او د دې ادارې فعالیتونو او ارزښتناکو اصلاحي پروګرامونو ته د پاملرني په موخه ناسته د مالیې وزارت په جومات کي ترسره سوه.
په دې غونډه کي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد، د دعوت او ارشاد لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد هاشم شهید ورور او د مالیې وزارت رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
ناسته چي د هېواد د نامتو قاری فضل الحق حقاني د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه، د مالیې وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي عتیق الله کریمي د ناستي د اجنډا د تشریح تر څنګ وویل، چي د دې ناستي موخه د یوه اسلامي دولت د قانون او د هغه د پلي کولو پوهاوی دی، چي د اسلامي شریعت پر بنسټ د اسلامي امت لپاره د پیغمبر (ص) له وخته رامنځته سوی دی.
ورپسې د دعوت او ارشاد لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد هاشم شهید ورور، د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کي وویل، چي دا اداره د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخي د شرعي احکامو د تبلیغ او تطبیق دنده پر غاړه لري. د دعوت او ارشاد اداره هڅه کوي، چي د دولتي کارکوونکو د ديني پوهي کچه لوړه کړي او په هيواد کي ديني ارزښتونه بنسټيز کړي. هغه زیاته کړه، د دغه فرمان له مخي هغه کسان چي د افغانستان د اسلامي امارت په ادارو کي کار کوي مکلف دي، چي خپل صورت او سیرت د اسلام د ستر پیغمبر (ص) سره سم عیار کړي او همدارنګه لمونځونه په جماعت وکړي او له ټولو دیني قوانینو چي د الله (ج) فرمان دی، اطاعت وکړي.

خبر

د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد د غونډي د ګډونوالو په ځانګړې توګه د دعوت او ارشاد پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي له کلونو راهیسي باطلو نظامونو هڅه کړې ترڅو د دین په نوم خلک له دین څخه بېل کړي او د دین ریښې په تېشه ووهي. د اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم د چارو غوره والی د مومنانو د اصلاح په موخه ښکاره او څرګند دی. د سیاسي پیکار د یوه ډول په توګه هر مسلمان فرد باید د اسلامي امارت د مشر فرمان او د اسلامي امارت د قوانینو اطاعت وکړي.
غونډه د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي نثار احمد هاشمي په دعایه پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS