ماليې وزارت کي د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو د ستونزو د حل په موخه د ځانګړي کمېټې ناستي وسوې

admin_mof
Sun, Mar 26 2023 1:57 PM
خبر

د افغانستان اسلامی امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ مولوي احمد جان بلال، ته دنده سپارل سوې، تر څو د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو د مالیاتي او سوداګرو  ستونزو د اورېدلو او حلولو په موخه له هغوی سره له نږدې ناستي وکړي.

د عوايدو د مسولینو په ګډون د یادي کمېټې غړو په مالیې وزارت کي د مالیاتي اصولو سره سم د تېل پلورنکو، زرګرانو او صرافانو له استازو سره ناسته وکړه، د هغوی ستونزي ئې واورېدې او د حل په موخه ئې اړیني طرحي ورسره شریکي کړې، چي کمېټه به ستونزي او د هغه حل لاري له اداري کمېسیون سره شریکي او بیا به ئې د تائید په موخه د مشرتابه له محترم مقام سره شریکي کړي.

همدا راز په دغه ناسته کي ټینګار وسو، تر څو د مالیاتو د ورکړي اصول او کړنلاري اسانه سي او په دې برخه کي ټولو مالیه ورکونکو ته لازمي اسانتیاوي رامنځته سي.

د یادونې وړ ده، چي یاده کمېټه به د مالیه ورکونکو د پاته نورو صنفونو له مسؤلینو سره هم ورته ناستي ترسره کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS