مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت د جواز ورکړي ازموینه واخیستل سوه

admin_mof
Wed, Nov 09 2022 4:20 PM
خبر

مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت د جواز ورکړي ازموینه نن د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست لخوا د مالیې وزارت د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي واخیستل سوه.

په دې پروګرام کي د عوایدو لوی رئیس معراج محمد "معراج" د ازمویني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست ویاړي چي د ازادو او رڼو سیالیو له لاري د بیت المال د بنسټ او مالیاتی مسایلو د ساتني په موخه لوستي او پوه محاسبین جذبوي او هغوی ته د فعالیت د جواز ورکړي زمینه برابروي.

ورپسې د عوايدو د لوی رياست د حقوقي او پاليسي خدمتونو رئيس ندا محمد صديقي د دغې پروسې تخنيکي مسایل بيان کړل او زیاته یې کړه: د عوايدو لوی رياست د شفافیت په رڼا کي د مالياتي محاسبینو د ملاتړ او پیاوړتیا غوښتونکی دئ، د هیواد د مالیاتو په ډګر کي ستاسو شتون د غیر رسمي اقتصاد لمن راټولوي. تاسي به د مالیاتي محاسبینو په توګه د ځانګړي اهلیت، حقوقي مسؤلیت او د رسمي مهر درلودوونکي وئ.

خبر

د یادوني وړده، چي د ازمويني د بهير د څارني په برخه کي د عوایدو لوی ریاست د مالياتو د تنفیذ او اطاعت پذیرۍ رئیس مولوي دوست محمد «حقاني» او د دې رياست نورو کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS