د عوایدو د برېښنايي کېدو درې اړخیزه هوکړه لاسلیک سوه

admin_mof
Wed, Oct 26 2022 9:42 AM
خبر

د مالیې وزارت، افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ د عوایدو برېښنايي کېدو هوکړه لیک د حکومت د رسنیو په مرکز کي لاسلیک سو. 

په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د افغانستان بانک رئیس عبدالقهار (حاجي ادریس) د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار، د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس معراج محمد معراج، د اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو او رسنیو ګډون کړی وو. 

په پیل کي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري وویل: ملي عواید د هيواد د پرمختګ او مالي خپلواکۍ لپاره په بدن کي د ويني حيثیت لري، د عوایدو راټولو معلوماتي او مدیریتي سیسټم پیوستون د غوره حکومتولۍ پر لوري مهم ګام دئ. دغه چاره به د برېښنايي عوایدو په راټولو کي د شفافیت لامل وګرځي او د عوایدو په راټولو کي به اړیني اسانتیاوي رامنځته کړي.

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار هم د عوایدو پر بانکي کېدو ټینګار وکړ او وې ویل: ټول عواید باید په شفاف ډول د سیسټم له لاري راټول سي، تر څو په دې برخه کي په ملي کچه لازمه روڼتیا رامنځته سي.

د افغانستان بانک د تادیاتو سیسټم امر اسدالله شفق وویل: افغانستان بانک د یاد هوکړه لیک ټولو اصولو ته ژمن دئ او دغه چاره د ملي عوایدو د لا شفافیت په برخه کي یو ښه ګام بولو او هڅه کوو، ترڅو له نورو دولتي ادارو سره هم ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړو.

خبر

د یادوني وړده چي برېښنایي حکومتولي د نظامونو د پرمختګ او اوسني عصر لومړیتوب دئ، ملي عواید چي په برېښنایي ډول را ټولېږي، مثبت اغېز یې پر ملي بودیجه پرېوزي او د فساد کچه صفر ته را ښکته کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS