مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل سول

admin_mof
Mon, Jun 13 2022 6:12 PM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کي مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه ورکړل سول.

مالیاتي محاسب هغه حقیقي شخص دئ، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري د محاسبینو د طرزالعمل سره سم په مالیاتي چاروکي د جواز درلودونکی وي او د مالیاتي قوانینو په رڼا کي د مالیه ورکونکي له حقوقو څخه دفاع او استازولي، د مالیه ورکوونکي د مالیې سنجول، د مالیې د صورت حسابونو برابرول، د سندونو د قانوني پړاوونو تعقیبول، مشوره او تخنیکي مرسته کول یې دندې شمېرل کېږي.

مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونو  د ورکړي غونډه د مالیې وزارت په خیبر صالون کي جوړه سوې وه، چي پکښي د یاد وزارت اړوند د ګڼو ریاستونو رئیسانو او رسنیو ګډون کړی وو.

مالیې وزارت د مالیاتي محاسبینو د جذب او روزني دغه پروسه د شفافیت قایمولو او د فساد د مخنیوي په موخه د مسلکي او ژمنو اشخاصو د جذب لپاره په لاره اچولې  ده، چي د مالیاتي محاسبینو د روزني او جواز ورکولو دغه لړۍ به دوام ومومي او په راتلونکي کي به د هیواد په کچه علمي کدرونو او فارغ سوو محصلینو ته په دې پروسه کي د ګډون ښه فرصتونه برابر سي. 

خبر

د غونډې په ورستیو کې ۲۱ تنو مالیاتي محاسبینو ته د فعالیت جوازونه هم ورکړل سول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS