د مالیې وزارت یو شمېر ریاستونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول

admin_mof
Sun, Sep 19 2021 5:23 PM
خبر

د ا.ا.ا د مالیې وزارت له اداري سیاست او د مشرتابه له هدایت سره سم د اداري او اجرائي چارو د پرمخ وړلو او کارونو د ځنډ د مخنیوي په موخه د دې وزارت یو شمېر ریاستونو ته د مسؤلانه خدمتونو وړاندې کولو په موخه سرپرست رئیسان ور معرفي سول، چي شهرت يې په لاندي ډول دئ:

۱- معراج محمد معراج (د ماسټرۍ مدرک په لرلو) د عوایدو عمومي ریاست د سرپرست په توګه؛

۲- نصرالله درانی د (NTA) له لارښود سره سم د عوایدو عمومي ریاست د سلاکار په توګه؛

۳- عبداللطیف خادم (د ماسټري سند په لرلو) د داخلي تفتیش عمومي ریاست د سرپرست په توګه؛

۴- مسیح الله فرخ د (NTA) له لارښود سره سم د کورنۍ پلټنې عمومي ریاست د سلاکار په توګه؛

۵- منصورالحق ذاکر د لغمان ولایت مستوفیت د سرپرست په توګه؛

۶- ابراهیم (د حقوقو لیسان په لرلو) د ګمرکونو د قانون تنفیذ ریاست د سرپرست په توګه؛

۷- عبدالروف اسدي د (NTA) له لارښود سره سم د ګمرکونو د تنفیذ قانون ریاست د سلاکار په توګه دې وزارت او کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د ا.ا.ا له لوري د اړینو پرېکړو پر بنسټ دغو ریاستونو او نورو ادارو ته مسلکي او ژمن کسان ور معرفي سول، ترڅو ورځنۍ چاري په ښه توګه مخته ولاړې سي.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS