د مالیې وزارت او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

admin_mof
Thu, Jun 17 2021 7:50 AM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي نن د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې له عملیاتي مرستیال ښاغلي میرویس غفوري سره د ګمرکونو او عوایدو په معینیت کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک موخه د مالیې وزارت او د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې په اجرااتو کې یووالي او همغږۍ، د رېلي او ګمرکي خدمتونو لپاره د دواړو ادارو د دندو او صلاحیتونو تفکیک او تشخیص، د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټي اقلامو د انتقالاتو حجم په تثبیت کې روڼتیا رامنځته کول، د لا زیاتې روڼتیا تامین، د ملي عوایدو لوړول او په کاري چارو کې غوره همغږي ده.

خبر

همداشان په دې هوکړه لیک کې د مالیې وزارت او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې مکلفیتونه او صلاحیتونه واضح شوي دي او دواړو ادارو یې پر پلي کېدو هوکړه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS