د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون شپږمې ناستې د هوکړې مسودې نهایي کولو ناسته وشوه
د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون شپږمې ناستې د هوکړې یاددښت د مسودې نهایي کولو ته د مناسبو حل لارو په موخه ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.
دغه ناسته د مالیې وزارت دوه اړخیزه کمېسیون رئیسې فرښتې کارګر او د ایران د سفیر مرستیال رضا نجاري په ګډه مشرۍ ترسره شوه.
په پیل کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران د ښو او حسنه اړیکو یادونه وکړه او د دې اړیکو د پراخېدو غوښتونکي شول، ورپسې د دوه اړخیزه کمېسیون رئیسې فرښتې کارګر، د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون شپږمې ناستې د هوکړه لیک د مسودې نهایي کولو په تړاو او د مؤثرو لارو چارو لپاره یې د ایران لوري ته وړاندیز وکړ، چې په دې کې له ایراني او افغاني کارپوهانو او مسؤلینو سره د غیر حصوري ناستو ترسره کول شامل دي. د ایران لوري ژمنه وکړه، چې له اړوندو مسؤلینو سره له خبرو کولو وروسته به په دې برخه کې لازم اقدام وکړي او د یادو ناستو د ترسره کېدو کره نېټه به د اړوندو مراجعو له لارې د مالیې له وزارت سره شریکه کړي.
همدا شان د ایران لوري پلاوي د دې هوکړې په نهایي کولو کې د خپل هیواد د ژمنې خبر ورکړ او وعده یې وکړه، چې بشپړ چمتو والی لري څو د افغانستان له دولت سره د یاد هوکړه لیک په نهایي کولو کې مرسته وکړي، څو یې د افغانستان او ایران ترمنځ د لاسلیکولو لپاره د نهایي کېدو زمینه برابره شي.