د مالیې په وزارت کې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې نمانځنه وشوه

admin_mof
Tue, Mar 09 2021 9:15 AM
خبر

د مالیې په وزارت کې نن د کب میاشتې په ۱۸ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې نمانځنه وشوه.

د مالیې وزارت په خیبر هال کې په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د وزارت مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د مالیې وزارت د جندر امرې اغلې الهې پوپلزۍ، د مالیې وزارت مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د نړۍ ټولو ښځو په ځانګړي توګه افغان ښځو ته مبارکي وویله او د مالیې وزارت مشرتابه ته یې د دې وزارت د ښځینه کارکوونکو وړاندیزونه او ستونزې وړاندې کړې.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د مارچ اتمه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د نړۍ ټولو ښځو په ځانګړي توګه افغان ښځو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې دا ورځ دي ټول نارینه هم د ښځو غوره مقام ته د درناوي په موخه ونمانځي.

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د دې وزارت مشرتابه ژمن دی، څو د ګمارنې او پرېکړې نیونې په برخو کې د ښځو ونډه او ګډون او د مالیې وزارت د سترو پالیسیو په هکله د دوی د نظرونو ونډه زیاته کړي. همدا شان د مالیې په وزارت کې د ګټورو پروګرامونو په وړاندي کولو او ښځو پیاوړي کولو سره د دوی رول تر دې هم رغنده کړي.

د مالیې وزارت سرپرست، د دې وزارت د جندر امریت وړاندیزونه واورېدل او اداري مرستیال او د بشري سرچینو رئیس ته یې سپارښتنه وکړه، چې د نافذه قوانینو په رڼا کې دې موضوع ته رسېدنه وشي.

د دې پروګرام په پای کې شعر وینه او تمثیلي ټوټه هم وړاندي شول او د مالیې وزارت سرپرست، د نوښتګرو مېرمنو له لوري د انځوریز نندارتون جوړېدو پرانیسته او لیدنه وکړه.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS