Communication and Media Specialist

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۰:۸
job

Publish Date

Closing Date

About Ministry of Finance:

د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست د مالیې وزارت اصولو، لاسته راوړنو، پرېکړو، نړیوالو اقتصادي تعاملاتو، ورځنیو فعالیتونو او راپورونو ته ريښتنی انعکاس ورکوي او د خپل هیواد ترڅنګ يې په نړیواله کچه هم خپر

Job Description:

دا چي مالیې وزارت په ورځنیو مالي چارو کي له نړیوالو اقتصادي او مالي بنسټونو سره  تعامل لري او د دوی ترمنځ د دوه اړخیزو مسایلو شریکولو، تحلیلولو او ارزولو ته اړتیا پېښیږي؛ نو پر همدې اساس د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست غواړي چي یو تن وړ، مسلکي او پر انګلیسي ژبه پوره مسلط شخص د یاد ریاست د موخو د ترلاسي لپاره په (NTA) بست کي په دنده وګماري؛ په لاندېنیو شرایطو برابر کسان دي په لنډ ډول خپله (CV) یا د سوانحو خلاصه وړاندي کړي

دندي او مسؤوليتونه:

د نړیوالو رسنیو، بنسټونو، سازمانونو او هيوادونو د ویب سایټونه او اجتماعي پاڼو څخه ورځنی نظارت کول

د مالیي چارو اړوند روزانه د بهرنیو رسنیو، هيوادونو او ارګانونو راپورونو کتل؛ مسلکي تحلیلول، ملي ژبو ته يې ژباړل او پايله يې د اړیکو او عامه پوهاوي رياست سره شريکو

د همدغه راپورونو په هکله د ماليې وزارت دريځ په ملي او انګلیسي ژبه باندي لیکل

د ماليې وزارت اړوند اعلاميې، راپورونه، خبرونه، تشویقي شعارونه، سکریپټونه، مقالې، ويناوي او خبرتیاووي اصلاح، تحلیل او د خپرولو لپاره مسلکي انګلیسي ژبي ته ژباړل

د ریاست د ضرورت اړوند انګليسي متنونه په مسلکي توګه پښتو او دري ته؛ او له دري او پښتو څخه و انګلیسي ته ژباړل

د مالیې وزارت  اړوند د چاپي موادو د انګلیسي برخي بیا کتنه او تصحیح کول

د مالیې وزارت اړوند انفوګرافیک او ګرافیک انمیشن ویډیو ګانو په تولید کي مسلکي مشورې ورکول

د ادارې د صلاحیت لرونکي شخص له لوري د قانون په چوکاټ کي د هدایتونو اجراء کول

 

 

Job Requirements:

د ژورناليزم، اقتصاد، عامه ادارې، حقوق او سیاسي علومو، ادبیاتو او يا هم دې ته نږدې مسلک کي ماسټر يا حد اقل ليسانس درلودل

د ملي ژبو (پښتو او دري) تر څنګ په انګلیسي ژبه کي په مسلکي شکل برلاسی درلودل

ملي او نړيوالو مطبوعاتو او همداراز مطبوعاتي ژبي سره پوره بلدتیا درلودل

 د راپور ليکني او ژباړي په برخه کي درې کاله کاري  تجربه د ماستری سره او پنځه کاله تجربه درلودل د لسانس سره.

د لازمو کمپیوټري پروګرامونو کي پوره بلدتیا درلودل

Submission Guideline:

Qualified applicants are encouraged to submit their CVs with a detailed application letter and contact details, no later than 15 May, 2023 to below email. 

Please clearly indicate “position name & vacancy number” in the subject line of email.

Do not attach your education and working experience documents.

Education: ژورناليزم، اقتصاد، عامه ادارې، حقوق او سیاسي علومو، ادبیاتو او يا هم دې ته نږدې مسلک کي ماسټر يا حد اقل ليسانس درلودل

Years of Experience:       د راپور ليکني او ژباړي په برخه کي درې کاله کاري تجربه د ماستری سره او پنځه کاله تجربه درلودل د لسانس سره

Submission Email:

mohammad.nazir@mof.gov.af

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق