په هیواد کي د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د بهرني ټرانزیټ زماني معیاد زیات سو

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي او د ګمرکونو او عوایدو معینیت په منظورۍ له مبداء ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پوري د بهرني ټرانزیټ د محمولو رسېدلو زماني معیاد زیات سو.
د دې پرېکړي موخه کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د لا اسانتیاوو را منځته کول، د سوداګرۍ پراختیا او د افغانستان له لاري د بهرني ټرانزیټ ته لا وده ورکول دي.
له دې وړاندي د بهرني ټرانزیټ په کړنلاره کي ټرانزیټي محمولو ته له مبداء ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پوري کم وخت ورکړل سوی وو، چي اکثره وخت به سوداګرو له دې برخي شکایت درلوده. له نېکمرغه چي د نوي پرېکړي په پلي کېدو سره به یاده ستونزه حل سي.