د ډنډي پټان سرحدي ګمرک منسوبینو د نامحصوله توکو مخنیوی وکړ

د پکتیا ولایت د ډنډي پټان سرحدي ګمرک منسوبینو په یو ټېلر موټر کي (۲۳) کارتنه درمل چي له ګاونډي هيواد (پاکستان) څخه په غیر قانوني ډول را واردېدل او (۸۹) کارتنه لوبیا، چي په غیر قانوني ډول ګاونډي هيواد (پاکستان) ته صادرېدل کشف او نیولي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو د منسوبینو او د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې فعالیتونه په خورا بریالیتوب روان دي، چي وخت ناوخته د هيواد په بېلا بیلو سیمو کي د غیر قانوني صادراتو او وارداتو مخنیوی کوي.
