د مرکزي زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته پر لیکه روزنیز پروګرام جوړ سو!

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست، د مرکزي زون د مستوفیتونو او ګمرکونو نویو ګومارل سویو کارکوونکو ته د «مدیریت د اساساتو» تر سرلیک لاندي پر لیکه روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چې په همدې تړاو د دغه وزارت اداري معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د دعوت او ارشاد رئيس مولوي عبدالهادي سيف الخالد او د روزني او ظرفیت لوړوني آمر محمد نادر همايون ګډون درلود.
د روزني او ظرفیت لوړوني آمر د دغه پرورګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي د روزني او ظرفیت لوړوني آمریت د نويو ګومارل سويو کارکوونکو د ظرفيت لوړوني لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي، چي دغه پروګرام يو له هغو دئ. په دې پروګرام کي به تجربه لرونکي ښوونکي تاسي ته تدریس وکړي، تاسي باید پر ټاکلي وخت خپلو درسونو ته حاضر سئ او په جدي توګه زدهکړه ورڅخه وکړئ.
اداري معین د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل، چي ستاسي سروکار له خلکو سره دئ؛ نو د دې له پاره، چي په خپلو ادارو کي د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړئ، خپلي مسلکي پوهي باید لوړي کړئ، ستاسي د مهارتونو د لوړولو له پاره دغه پروګرام چمتو سوی دئ؛ نو ګټه ور څخه پورته او څه چي زده کوئ تر نورو ئې هم ورسوئ.
د دعوت او ارشاد رئیس په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه ظرفیت لوړونه د بیت المال په پیسو ترسره کېږي؛ نو له دغه پروګرام څخه پوره ګټه پورته کړئ، ترڅو له بیت المال سره خیانت ونه سي. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چي د خپل ظرفیت د لوړولو په موخه له دغه پروګرام څخه د استفادې ترڅنګ د اسلامي امارت د زعیم هغه فرمان، چي د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم د خپل صورت او سیرت عیارول دي هم پلی کړي..
د یادوني وړ ده، چي یاد پروګرام به یوه اوونۍ وغځېږي او په هغه کي به ګډونوالو ته د پلان ګذارۍ، سازماندهۍ، رهبرۍ، کنټرول، تصمیم نیونو او کارکوونکو او مراجعینو سره د چلند په تړاو تدریس ورکړل سي.