د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

syllab_admin
Sun, Apr 19 2026 11:38 AM
..........

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو معینیت د نړیوالو مالیاتو په تالار کي وسوه.
د ناستي په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین د ستونزو د حل په موخه د ادارو ترمنځ پر همږغۍ او مراجعینو ته د اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
ور پسې د اوسپنې پټلۍ د معین په مشرۍ د ټاکل سوي پلاوي له لوري، په بلخ کي د حیرتان او په هرات کي د روزنک او تورغونډۍ ګمرکونو کي د اوسپنې پټلۍ او د واګونونو په برخه کي د شته ستونزو د تحلیل تفصیلي راپور وړاندي سو. په دې راپور کي د وړاندي سویو حل لارو په پلي کېدو سره به په یادو ګمرکونو کي (۲۴) ساعته خدمات پیل او د سوداګرو له پاره به ګڼ سهولتونه رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي یاد پلاوی د اقتصادي کمېسیون د حکم پر اساس جوړ سوی، چي اساسي موخي ئې د اقتصادی وزارتونو او ادارو د فعالیتونو او کړنو څار او په یادو ادارو کي مراجعینو ته د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول دي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS