د هرات ګمرک کارکوونکو ته له ګمرکي چارو سره د بلدتیا په موخه روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۵۴
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کي د هرات ګمرک ریاست (۲۶) تنو  کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په اړه روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه روزنیز پروګرام کي به د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيي ټاکني، تعرفې او ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل سي.
یاد روزنیز پروګرام، چي یوه میاشت به دوام ولري ورسره به په اړوندو ګمرکي برخو کي د کارکوونکو وړتیاوي لوړي سي او په اړوندو چارو کي به لا ډېر ښه والی رامنځته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS