د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني مسؤلینو د ایراني پلاستیکي کڅوړو د قاچاق څخه مخنیوی وکړ

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني مسؤلینو د دې ولایت د سر دشت په سيمه کي له یو کوچني بار وړونکي موټر څخه (٨۰) بوجۍ ایرانۍ پلاستیکي کڅوړي، چي څه باندي ۲۰۰۰ کیلو ګرامه وزن ئې درلود، کشف او د قاچاق مخنیوی ئې وکړ.
د اسلامي امارت د رهبرۍ پرېکړه دا ده، چي د کورني صنعت د ملاتړ او له ککړتیا څخه د چاپیریال ساتني په موخه باید هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو د را واردولو مخه ونیول سي.

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو د ګرځنده څارني او امنیتي مسؤلین د غیري قانوني او په قاچاقي ډول د وارداتو او صادراتو څخه په کله مخنیوی کوي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چي ورته اعمال ترسره کړي.