کندهار ولایت کي بې محصوله شیدې او تېزاب نیول سوي

د کندهار ولایت د ګمرک امنیتي مفرزې سرتېرو په جلا - جلا عملیاتو کي څو عرادې مختلف النوع موټرو کي ۱۸۰ کارتنه شیدې، ۲۰ ډبې (بوشکې) د نشه یي موادو تېزاب چي محصول یې نه وو تحویل سوی؛ د غیر قانوني لېږد په تور نیولي دي.
دغه توکي له سپین بولدک څخه کندهار ښار ته انتقالېدل چي د ګمرکي پولیسو لخوا د ارغستان سیمه کي کشف او ونیول سول. په دې وروستیو کي د مالیې وزارت د ګمرکونو ساتني امنیتي سرتېرو له خوا د هیواد په بېلابېلو ګمرکونو کي د غیر قانوني توکو د لېږد او بې محصوله واریدونکو توکو د کشف او نیولو لړۍ چټکه سوې او ډېر توکي نیول سوي دي.
