د افغانستان حکومت وکولی شول په بریا سره د شاخصونو په پوره کولو سره ۲۰۰ میلیونه ډالر د نړیوال بانک تشویقي پیسې تر لاسه کړې

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۱ - ۱۴:۵۳

نړیوال بانک د ۴۰۰ میلیونه امریکایې ډالرو د تشویقي پیسو له جملې څخه ۲۰۰ میلیونه امریکایې ډالر د غویي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د افغانستان حکومت ته تسلیم کړل. د دې پیسو ورکړه په خپل وخت سره د لاندې ټاکل شویو شاخصونو د پلي کیدو لپاره ورکړل شوي دي.

 د کابل ښاروالۍ د ودانیو مجوز کړنلاره (طرزالعمل)

 په پنځو وروستیو کلونو کې د عامه لګښتونو ارقام نشرول ( لینک ته مراجعه وکړئ : https://mof.gov.af/en/budget-and-expenditures-development-economic-analysis)

 د ملکي خدمتونو کارکوونکو د بایو میټریک پروسې پیلول

 او د لویو مالیه ورکوونکو لپاره د الکترونیکي مالیاتي اظهار لیکونو پروګرام پیلول

ټاکل شوی ده چې نړیوال بانک پاتی ۲۰۰ میلیونه ډالر د روان کال په اوږدو کې د افغانستان حکومت له لوري په بریا سره د نورو شاخصونو له پوره کولو وروسته ورکړي.

د یادونې وړ ده چې یادې پیسې به د افغانستان حکومت لومړیتوبونو سره سم د ملي بودیجې له لارې ولګول شي.

The Budget And Expenditures For The Development Of Economic Analysis

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS