په ۱۳۹۹ مالي کال کې د عوایدو راټولېدو، د ملي بودیجې لګښت او نورو سترو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه مطبوعاتي کنفرانس

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۸:۸
khaber

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د مرغومې میاشتې په ۲ مه نېټه رسنیو ته د مطبوعاتي کنفرانس له لارې، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ملي عوایدو راټولېدو، د ملي بودیجې لګښت، اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې معلومات ورکړل.

په دې کنفرانس کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلی عبدالحبیب ځدراڼ او د عوایدو او ګمرکونو مرسیتال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، هم حضور درلود، په پیل کې د مالیې وزیر د ملي عوایدو راټولېدو په تړاو خبرې وکړې، ویې ویل:" د مالیې وزارت هڅه کوي، چې په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو له لارې هیواد د مالي خپلواکۍ تر پولو ورسوي، په روان مالي کال کې د عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، چې د کرونا ویروس خپرېدو او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د تحلیل له کبله یې د عوایدو راټولېدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ هدف وټاکل شو او مالیې وزارت وکولی شول، د کال تر پایه ۱۷۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي."

ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه، چې مالیې وزارت، له د افغانستان بانک سره د جامع الکټرونیکي سیستم وصلېدو، د ګمرکونو د قیمت ټاکنې پروسې الکټرونیکي کولو، د مالیاتي شخړو د حل بورډ رامنځته کولو او د ګمرکي ځیرک سیستم ګټې اخیستنې په شان ډېر اړین اصلاحات رامنځته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د مالیې وزارت ژمن دی چې د دې وزارت تش او پیشنهادي بستونه په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته وړاندي کړي، چې دغه بهیر عملآ پیل شوې ده او موږ تراوسه وکولی شول چې د مالیې وزارت د ورودي کچې ۲۲۰ بستونه ۲۱ لوړ پوړي بستونه، د ګمرکونو ۹ لوړ پوړي بستونه او تر څنګ یې ۷۷ درېیم او څلورم بستونه په ۱۳۹۹ کال کې اعلان ته وسپارو او د دې بستونو ډېری پړاوونه وروستي شوي دي او بریالي کسان پکې ګمارل شوي دي.

همدا شان د مالیې وزیر وویل، چې موږ په روان کال کې وکولی شول سره له دې چې په نړۍ او سیمه کې د کرونا ویروس خپرېدو ستونزې را ولاړې کړې وې، د نړیوالو هیوادونو او مرسته کوونکو مرستې د ۲۰۲۰ جنیوا په کنفرانس کې را جلب او له لاسته راوړنو ډک کنفرانس ولرو.

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحیب ځدراڼ، چې د دې کنفرانس له ویناوالو څخه وو وویل، چې د ۱۳۹۹ مالي کال په پیل کې د هیواد اقتصادي وده ۳،۴ سلنه وړاندوېینه شوې وه، چې په سیمه او نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو او په نړۍ یې منفي اغېز، افغانستان هم لکه نور هیوادونه له دې ویروس څخه زیانمن وو اقتصادي وده یې تر منفي ۵ سلنې لاندې راښکته شوه. هغه زیاته کړه، چې مالیې وزارت په ډېرو هڅو وکولی شول چې د دې پدیدې له منفي تاثیراتو سره د مبارزې لپاره نړیوالې مرستې راجلب او منفي اغېزې یې حد اقل ته را ورسوي.

khaber

د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل، چې د افغانستان د حکومت یوه ستره لاسته راوړنه د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په بېړنیو حالاتو کې د ملي بودیجې لګښت وو، چې د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې لګښت ۸۳ سلنه او عملیاتي لګښت نږدې ۹۰ سلنې ته لوړ شو. هغه زیاته کړه، سره له دې چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې مو زیاتې ستونزې درلودې، ولي ومو کولی شول ټول تخصیصات اجرا کړو او اوسمهال د حکومت په خزانه کې ۳۰ میلیارده افغانۍ ریزرف لرو او په را روان کال کې به په اړینو برخو کې ولګول شي.

همدا شان د مالیې وزارت مالي مرسیتال، په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو وغوښتل چې د حکومت د عملیاتي چارو چټکتیا، د تخصیصاتو اجرا او لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو د پلي کولو په موخه د ۱۴۰۰ کال ملي بودیجه ژر تر ژره تصویب کړي.

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد وویل، چې د ملي عوایدو راټولېدو لپاره دوه هدفه ټاکل شوي وو. د پیسو نړیوال صندوق د ملي عوایدو راټولېدو لپاره ۱۷۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی وو، چې له نېکمرغه موږ وکولی شول ۱۷۴ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول چې د دې صندوق له ټاکل شوي هدف څخه زیاتې دي. د ملي عوایدو راټولېدو لپاره په ملي بودیجه کې ټاکل شوی هدف ۱۷۷ میلیارده افغانۍ وو، چې له راټولو شویو عوایدو سره کم توپیر لري.

khaber

همدا شان د عوایدو او ګمرکونو مرستیال، په عوایدي سرچینو کې د الکټرونیکي جامع سیستم نصبول، له خصوصي سکټور سره په همغږۍ په یو شمېر قوانینو کې تعدیلات، د پروسو ساده کول، د الکټرونیکي اظهار پاڼو معرفي او یو شمېر نورې برخې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د مالیې وزارت له لاسته راوړنو وبللې.

د دې کنفرانس په پای کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!


د چنګاښ ۲۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معين الحاج مفتي عبدالمتين سعيد په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴هـ.ل) کال د همغږۍ څلورمه ناسته د یاد معینیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ ۲۴مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی رئیس او د عوایدو لوی ریاست مرستیال ئې ملتیا کوله، د هیواد. . .

BACK TO NEWS