په کندهار ولایت کي د پاکو اوبو رسولو پروژه پرانیستل سوه

د مالیې په وزارت پوري اړوند د کندهار ولایت د پاکو اوبو رسولو او فاضلاب ریاست په هلو ځلو او د ICRC په مالي ملاتړ په دې ولایت کي د پاکو اوبو رسولو پروژه پرانیستل سوه.
یاده پروژه چي د ۸۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یې مالي لګښت د ICRC له لوري ورکول کېږي ۳۶۰۰ کورنیو ته د چيښلو پاکي اوبه برابروي. د دغې پروژې د پشپړاوي چاري د حکمت مسلم ودانیز شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي، چي په پرانستلو سره به يې لسګونه کسانو ته د کار چاره هم پکښي برابره سي.

د کندهار(زون) د ښاري اوبورسولو اوفاضلابو ریاست رئیس ملا انجنیرجانان اغا (خالد) وایي چي د اسلامي امارت په راتګ سره دارنګه پروژي ډېري سوي دي، چي إن شاء الله ټول د کندهار زون به دپاکواوبو څخه برخمن سي.