په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو لومړنۍ ربعې درې اړخيزې کتنې د پای غونډه وشوه
په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو د لومړنۍ ربعې درې اړخيزې کتنې د پای غونډه نن د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک رئیس نریندرا سینګرو، په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو په درې اړخیزې کتنه کې د شته ستونزو په حل لارو هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې د غونډې ګډونوالو لازمې پرېکړې وکړې.
