هیواد ته را قاچاق کېدونکې (۴۸۵) ټنه مالګه نیول سوې!

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي له مخي، افغانستان ته د پخې او خامي مالګي واردول په مطلق ډول بند دي.
پر همدې بنسټ، د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په تېرو شپږو میاشتو کي د هرات، فراه، نیمروز او ننګرهار ولایتونو په ګمرکونو کي (۴۸۴) ټنه او (۷۹۴) کیلو ګرامه قاچاقي مالګه نیول سوې ده، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د قاچاقي او ممنوعه توکو څخه په جدي ډول څارنه کېږي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چي توکي په ناقانونه توګه ولېږدوي