مهمه یادونه او د پروژو دټاکلو د اهمیت څرګندتیا!

دا چي داسلامي امارت له بیاحاکمیت څخه وروسته دافغانستان ملي بودیجه له خپلو داخلي منابعو څخه تمویلېږي؛نو پر همدې بنسټ،مالیې وزارت هم هغه لومړیتوب لرونکي فعالیتونه(پروژې)په نظرکي ونیولې،چي دملي عوایدو په زیاتوالي، روڼتیا رامنځته کېدلو، سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته داسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ګټوري دي او همدا راز داضافي لګښتونو دله منځه وړلو برخي ته هم دپام وړ پاملرنه سوې،چي له مخي ئې دپراختیایي بودیجي پر ځای مصرفولو اوسپماته زمینه برابره سوې ده او یاده بودیجه داوس لپاره بسنه کوي.