د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ګمرک د چارو ارزوني په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید نن د یو تخنیکي پلاوي په مشری ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ.
یاد پلاوی به د ننګرهار ګمرک د اداري چارو د وضعیت ارزونه وکړي او تر څنګ به یې د یاد ولایت له یو شمېر سېمه ایزو چارواکو او سوداګرو سره هم وګوري.