د ګمرکونو او عوایدو معین له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مسؤلینو په شتون کي، له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کي دواړو لوریو د سوداګریزو توکو پر ګمرکي تعرفې، د کورنیو تولیداتو د صادرولو په برخه کي د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کېدو، له اړوندو ادارو سره د سوداګرو په سته ستونزو او حل لارو، د مالیاتو د ورکړي په برخه کي پر اسانتیاوو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وکړې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
د ګمرکونو او عوایدو معین راغلو سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چي د تل په څېر به د دوی اصولي غوښتنو ته رسېدنه کوي او له اړوندو ادارو سره به د حل په موخه د دوی ستونزي هم شریکي کړي