د کورنۍ پلټنې د عمومي ریاست سرپرست له خپلو کارکوونکو سره د پېژندنې ناسته وکړه

د کورنۍ پلټنې عمومي ریاست سرپرست، عبدالطیف خالد د خپلو لاس لاندې کارکوونکو سره د لا پېژندنې په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته ترسره کړه. د یاد ریاست سرپرست له خپلو کارکوونکو سره د پېژندنې تر څنګ، د کاري وضیت په تړاو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ د خدمت په نیت راغلي یو او خپلې وروستۍ هڅې کوو، تر څو را سپارل شوی مسولیت په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړو. نوموړي د یادې ادارې له کارکوونکو وغوښتل، چې ټولې چارې په همغږۍ او پوره شفافیت سره پر مخ یوسي، ترڅو دا وزارت په یوې بې سارې ادارې بدله شي. د داخلې پلټنې کارکوونکو د خپلې معرفۍ ترڅنګ زیاته کړه، چې د چارو د غوره سمبالښت په موخه به پوره هڅه کوي.