د کورنۍ پلټني لوی رئیس فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۲:۱۵
خبر

د ولایتي سفرونو په لړ کي، د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد، په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني په موخه د فراه او نیمروز ولایتونو له ګمرکونو، مستوفیتونو او د دغو ادارو له اړونده دفترونو څخه لیدنه وکړه.  

ښاغلي خالد د یادو ادارو له مسؤلینو او کارکوونکو سره په خبرو کې د پلټني پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ، د تېرو پلټنو په لړکي د پلټونکو لخوا د ورکړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه یې وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د چارو د اصلاح او سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور یې له مرکز سره شریک کړي.

خبر

د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د حل په موخه به یې د مالیې وزارت له مشرتابه سره به يې شریکي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۶:۳۶
Background image

د کورنۍ پلټني عمومي ریاست د خپلو ولایتي سفرونو راپور له وزارت مقام سره شریک کړ

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني عمومي ریاست د هرات، نیمروز، فراه او بادغیس ولایتونو د ګمرک او مستوفیتونو څخه د لیدنو راپور د مالیې

یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۱:۲۷
Background image

د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته ترسره سوه

د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ، چي

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۱۱
Background image

مالیې وزارت خپل اړوند سهم لرونکي بانکونو کي د نظار پلاوي له بستونو څخه ازموینه واخیسته

مالیې وزارت خپل اړوند سهم لرونکي بانکونو کي د نظار پلاوي له بستونو څخه د دغه وزارت د بودیجې ریاست کي ازموینه واخیسته، چي له ۱۲

BACK TO NEWS