د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په ملي کنفرانس کې د ماليې وزارت پالیسۍ معین وینا

د ماليې وزارت د پالیسۍ معین ښاغلي نذیر کبیري نن د کب مياشتې په ١٩ مه نېټه د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. په دې کنفرانس کې د هیواد لومړۍ میرمن، د ښځو چارو د وزارت سرپرست وزیرې، د وزارتونو رهبرۍ او د ملي بنسټونو استازو هم ګډون کړی وو.
د ماليې وزارت د پالیسۍ معین د سولې او پرمختګ د ملي چوکاټ له دویم سند (ANPDF - II) سره سم د هیواد په وده او پراختیا کې د ښځو د ونډې، جندر ته د ځواب ویونکې بودیجې د اصلاحاتو (GRB) او د ښځو د ځواکمنتیا او وړتیاو د لوړولو لپاره د مالیې وزارت د ۲.۸ میلیارده افغانیو د ژمنې په اړه خبرې وکړې او د ښځو چارو د وزارت په رهبرۍ د ښځو د ځواکمنتیا ملي پروګرام پلي کولو په برخه کې یې د ماليې وزارت د ملاتړ ډاډ ورکړ.
